اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ته د انټرنېټ ووټنګ( اي ووټنګ)د لارې د ووټ كاسټ كولو آسانۍ وركولو لپاره د سپريم كورټ احكاماتو له مخې د ټاكنو اصلاحاتو عمل تندولو په ضرورت زور راوړولو سره هيله څرګنده كړې چې د آئي ووټنګ او ووټنګ مشينونو سره به په هېواد كښې د ټاكنو سپيځلتيا ته وده وركولو او ?? انتخابي عمل بقا باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده د ګل په ورځ د اليكټرونك ووټنګ مشين ضرورت او ??صوصيات په اړه د جائزه غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د رېلويز وفاقي وزير اعظم خان سواتي٬د الېكشن كمېشن سېكرټري ډاكټر اختر نذ??ر٬د سائنس او ټېكنالوجي سېكرټري نديم ارشاد كياني او نورو اړوند سينئر چارواكو ګډون كولو۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت غونډې ته د اليكټرونك ووټنګ مشين(اي وي اېم)خصوصي??ت او ډيزائن په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شو چې د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت د موجوده خصوصيات له مخې په ټو ټائپ اي وي اېم ډيزائن كار كوي۔صدر مملكت د انتخابي اصلاحات په عمل كښې په معاونت ??ولو د اړوند ادارو هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل چې د سپريم كورټ هداياتو له مخې د انتخابي اصلاحاتو عمل تندولو ضرورت دے دغسې چې سمندر پورې غاړه پاكستانيان د انټرنېټ ووټنګ(آئي ووټنګ)د لارې د خپل ووټ كاسټ كولو جوګه كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل چې وفاقي حكومت په انتخابي اصلاحاتو عملدر??مد او ?? آئي ووټنګ او ??ليكټرانك ووټنګ مشينونو كارولو سره د الېكشن كمېشن مرسته كول غواړي٬هيله ده چې د آئي ووټنګ او ووټنګ مشينونو سره به په هېواد كښې سپيځلتيا ته وده او ?? انتخابي عمل بقا باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي