اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د اوږد مهاله پروژو او منصوبه بندۍ پلو روان دے، د 10 بندونو جوړول د دغې تږلارې برخه ده ،كركېله ،لائيو سټاك كښې جدت راولو،دوه نوي ماحول دوست ښارونه جوړوو،صحت كارډ په اصل كښې د صحت يو بشپړ نظام دے، ي?? قام جوړيدو لپاره يو ډول نصاب معارفي كوو ۔ معاشي استحكام نه پس اوس د دولت تخليق زمونږ هدف دے۔ ده د ګل په ورځ واپډا د اړخه د پاكستان وړومبي ګرين يورو (انډس بانډ) په رسمي توګه د جاري كولو دستوري كښې د خاص ميلمه په حېث وينا كولو ۔ د واپډا د اړخه ګرين يورو (انډس بانډ) 500 مليونه ډالره ترلاسه كولو له جاري شوے۔ د ګرين يورو (انډس بانډ) ديامر بھاشا او مومند بند فنانسنګ لپاره جاري شوے۔ د ګرين يورو (انډس بانډ) رياستي ضمانت په ځاے د واپډا مستحكم مالي پوزيشن په بنياد جاري شوے۔ د ګرين يورو (انډس بانډ) كښې د نړۍ لويو لويو مالياتي ادارو د غير معمولي خوښۍ لرلو څ??ګن??ونه كړې ۔ګرين يورو (انډس بانډ) كښې د نړيوالو مالياتي ادارو غيرمعمولي خوښي ??رل په اكستان او واپډا د باور څ??ګن??ونه ده۔ورلډ فنانس ماركيټ كښې ګرين يورو (انډس بانډ) د غيرمعمولي داډګېرنې سره پاكستان كښې د لويو پروژو فنانسنګ لپاره نوې لاري پرانستلې۔وزيراعظم د بانډ په جاري كولو د واپډا چيئرمېن او د هغه ډلي له مباركي وركولو سره وئيلي دي حكومتي ادارې په بيړھ دا قرض ??رلاسه كړے او چې څنګه په تندۍ په بندونو كار پېل كړے شوے په دې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم،بھاشا او مومند بند چې كله جوړول پيل شول نو په دوه كاله كښې د دومره پيش رفت هيله نه وه چې بنيادي وجه ئې د عم??درامد كمے ؤ۔ ده ووئيل قامونه په منصوبه بندۍ سره قوي كيږي