اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي د امن پوځي ډلو مرسته كوؤنكي تر ټولو وړومبي هېواد په حېث پاكستان ګرده نړۍ كښې د شخړو د لاسه د ځپليو شويو ي?? شمېر سيمو كښې سلامتيا او استحكام په ځائې ساتلو له د بليو هېلمټ مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ د خالي په ورځ د ملګرو ??لت??نو د امن ډلو ن??يوالې ورځې په موقعه د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د دې لوظ پخلے كوي چې د ملګرو ??لت??نو امن پوځ خذمات او قربانو ته سلام كولو سره به ملګرو ??لت??نو سره په ګډه د امن ٬ استحكام او مرستې يو ډول نظريې ??خ په وړاندې بوتللو له كار كوي۔ وياند ووئيل پاكستان په دې وياړ لري چې د سلامتيا په لړ كښې د 6 لسيزو نه زياتې مودې لپاره د ملګرو ??لت??نو همكار پاتے شوے دے۔ وياند ووئيل د كال 1960 نه زمونږ 200،000 نه زياتو امن ډلو د نړۍ په ټولو براعظمونو كښې 26 هېوادونو كښې د ملګرو ??لت??نو 46 مشنز كښې په مړانه خذمات ترسره كړل۔ هغه ووئيل په دې مهال د پاكستان د 157 نه زيات امن عسكرو د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔