اسلام آباد۔24مئی (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د پاکستان تحریک انصاف (پی ټی آئی) حکومت به د راروان مالي كال 2021-22ء بجټ كښ?? د كروندګرو خېر ښېګړې او د كركيلې څانګې بهترۍ او د نوې مشينرۍ اخستو له خصوصي پېكج اعلان كړي۔ د جمعې په ور?? نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښ?? هغه ووئيل كرونده ګرو لپاره راروان بجټ كښ?? خصوصي پېكج سره به هېواد كښ?? بدلون راشي۔ كركيله كښ?? د نوې ټېكنالوجۍ كارولو سره به پېداوار زيات شي او د كرونده ګرو ژوند به آسان شي۔ فرخ حبیب زياته كړه چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? اوسنے حكومت د كروندګرو خوشحالي باوري كولو ته پام لرنه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? هغه ووئيل حكومت برآمدات ته و??ه و??كولو له يو شمېر ماركيټونه لټوي او د حكومت د غوره پالېسيو له كبله د هېواد برآمدات 13 فیصده زيات شوي۔ هغه ووئيل حكومت هره مياشت خپله كاركردګي اولس ته وړاندې كوي۔ هغه زياته كړه چې په مجموعي توګه د پاكستان معيشت په سم لوري روان شوے