اسلا?? آباد۔6 مئی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم ژوب كښې په اېف سي اهلكارو ترسره شوې بريد په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي شرخوښي او هېواد دښمنه عناصر به چرې هم ??پل مقصد كښې كامياب نه شي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې دې۔ ترهګر د پرمختګ عمل اودرول غواړي او دې كښې به دوئي كامياب نه شي۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښی د سېنېټ چيئرمېن پېښه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افس??س څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل غمجنيو كورنيو سره غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د منطقې امن او بقا لپاره د امنيتي ځو??كو??و قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ دا پېښې زمونږ حوصلې ماتولې نه شي۔ په دې مهال سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر وسيم شهزاد په اېف سي اهلكارو د ترسره شوي بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل ترهګر به كله هم ??پلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔ دا ډول پېښې د امنيتي ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ هغه د بريد په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افس??س څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل امن لپاره د امنيتي اهلكارو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ هغه ووئيل د ترھګرۍ نوغې به وېستلې شي او چاته به د هېواد امن له مينځه وړولو اجازه وركولې نه شي