اسلام آباد 11 اپريل (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت د قانون بالادستۍ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي، د حكومت ترجيح ده چې قانون قوي كړے شي او د ټولنې كمزور او طاقت لرونكې طبقې لپاره يو ش??ن اطلاق ولري. د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ د كراچې د جامعه الرشيد مهتمم مفتي رحيم سره په خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره ملاق??ت وكړو. د ملاقات په مهال د سندھ ګورنر عمر??ن اسماعيل، حليم عا??ل شېخ، رفيع الدين، زبېر موتي والا، كرنل ﴿ر﴾ عبدالمغني او خليل الرحمان ملاخېل هم موجود وو. د ملاقات په مهال د وزيراعظم د رياست مدينه په وژن تفصيلي خبرې وشوې. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې حكومت د قانون بالادستۍ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي، د حكومت ترجيح ده چې قانون قوي كړے شي او د ټولنې كمزور او طاقت لرونكې طبقې لپاره يو ش??ن اطلاق ولري.