ملتان 27 فروري (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي په ملتان كښې مصروف ورځ تيره كړي۔ هغه د صوبائی خاص مرستيال حاجی جاوید اخترانصاري كور ته لاړه چرته چې هغه د وګړو مسئلې واوريدلې ا?? د مسئلو حل له ئې په موقع احکامات جاري كړل۔ خارجه وزير یونین کونسل 18 ته لاړو چرته چې هغه د پ??وا??ي یوسی چیئرمین یونس انصاری تپوس پوښتنه وكړه او د هغه زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ یوسی 19 كښې د آصف پوما انصاری د مور په څلوښتۍ كښې ئې ګډون وكړو۔خارجه وزير یونین کونسل 18 كښې د پرمختيائي كارونو جاج واخست او عملې ته ئې سپارښتنه وكړه چې د پرمختيائي كارونو رفتار تند كړي او ټولې پروژې په وخت بشپړ كړي۔ په دې لړ كښې به هيڅ ډول بې غوري زغملے نشي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د خپلې سيمې بيل یونین کونسل دورې په مهال په حق رسيدليو كسانو كورونو ته لاړو او د اروښادو لوړو درجو ??ه ئې دعا اوكړه۔ ده په دې مهال د سيمې د بيل شخصیات د ودونو په ??ست??رو كښې هم ګډون وكړو۔په دې موقع صوبائی خاص مرستيال حاجی جاوید اختر انصاری ٬ شیخ طاهر او د سيمې مشران هم موجود وو۔