شوركوټ 25 فروري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي هند ت?? خبردارے وركړے چې پاكستان كله هم كمزورے ونه ګنلے شي٬د پاك فضائيه څوك هم مقابله نه شي كولې٬پي اے اېف د فرورۍ په 27مه نېټه كال 2019 كښې د بالاكوټ په سيمه كښې د هند الوتكه رانسكورولو سره خپل اهليت ثابت كړے ٬د پاك فضائيه په ??اركردګۍ زمونږ سر هسك شوے ٬پي اے اېف په ځوابي كاروائي كښې د پاكستان په حدود كښې د هند الوتكه رانسكوره كړې ٬د پاكستان هوائي ځواكونو په خپله كاركردګۍ خپل اهليت ثابت كړے د٬پي اے اېف ګڼ شمېر اتلان پېدا كړي ۔د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د زيارت په ??رځ د پي اے اېف په رفيقي بيس د مېراج الوتكو 50مې سالګرې او كلر ايوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف ماشل مجاهد انور خان هم موجود ؤ ۔د دستورې په ??هال د خوږ وطن دفاع لپاره په ??ه خذمات د پي اے اېف پخوانو او موجوده افسرانو او ټېكنيشنز ته ايوارډونه هم وركړے شول۔صدر ډاكټر عارف علوي دستورې ته د خطاب په ??هال وويئل د تېرو څو كلونو په ??هال بېلو مسائلو سره د مخ كېدو باوجود مونږ د اتفاق او اتحاد سبق زده كړے۔ده و??ئيل پاكستان هغه يو هېواد دے كوم چې الوتكې جوړوي او د ترهه ګرۍ ختمولو اعزاز هم لري او دا اعزاز د سپر پاورز پمشول نورو كومو هېوادونو ته ترلاسه نه دے۔ده و??ئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې ځكه چې زمونږ وسله والو او ځائې وګړو ډېرې قربانۍ وركړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا د امن وړاندېز باوجود د هند كردار د يو انتهاخوښي رياست دے ځكه چې په حقيقت كښې هند ت?? خطره ده چې پاكستان په ??ند بريد كولے شي۔صدر د پاك فضائيه د وياړ وړ كردار باندې رڼا اچولو سره د پي اے اېف د افرادي قوت كاركردګي وستائېله د كومې په سوب چې په ځينو څانګو كښې لارښودنه ترلاسه شوې ۔ده و??ئيل پي اے اېف اېم اېم عالم په ډول اتلان پېدا كړي۔ده د ايئر مارشل اصغر خان پيشه وره اهليت او ايماندارۍ ذكر هم وكړو۔په سياست كښې د ايئر مارشل اصغر خان د ناكامۍ سره د اتفاق نه كولو په بابله صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په اخلاقي توګه هغه كامياب پاتې شوے۔ده و??ئيل پي اے اېف نړۍ ته ښكاره كړې چې هغوي د اهليت په اړه لاجواب دي ۔هغوي د قام په دفاع كولو خپل اهليت ثابت كړے۔ده د ښې كاركردګۍ څرګندونه كونكې ادارې مشر ايئر چيف ماشل مجاهد انور خان له مباركي وركړه۔ ده و??ئيل حكومت به د مارچ 23مې نېټې كلنه دستوره كښې هم د خذمات په اعتراف ايوارډز وركوي۔صدر ووئيل معاشي پرمختګ او د بدعنوانۍ خاتمې پشمول ټولې اعشارې د دې خبرې عكاسي كوي چې انشاﺀ الله په ??وه لسيزه كښې به پاكستان يو عظيم قام جوړ شي۔ده و??ئيل د كووېډ 19 په ??هال پاكستان د خپل ډسپلن په سوب د وبا له امله د ځپليو كسانو تحفظ لپاره كوټلي هڅې كړې