اسلام آباد۔21فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي د اېن اے 75 كښې چې د څومره پولنګ سټېشنز نتيجې راغلې دي د هغې له مخې د تحريك انصاف كانديد زيات اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوله۔ الېك??ن كمېشن دې د ترلاسه شويو نتيجو په بنيا?? د ??حريك انصاف د كاميابۍ اعلان وكړي۔ د ټاكنو نتيجو ايسارولو هېڅ قانون نشته۔ د 20 پولنګ سټېشنز په نتيجو كښې مسئله رامخې ته شوې۔ د دې معاملې سپېځلې پلټنې كول د الېكشن آف پاكستان كار دے۔ الېك??ن كمېشن چې كومه پرېكړه وكړي هغه به مونږ ته قبوله وي د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښی هغه ووئيل تحریک انصاف ته خېبرپختونخوا كښې يو او پنجاب كښې دوه ځايې ماتې شوې ده۔ مونږ په پراخا زړه نتيجه قبوله كړې ده۔ د نون ليګ مسئله دا ده چې چرته ماتې وخوري هلته شور جوړ كړي۔ هغه ووئيل ليګي لارښود احسن اقبال دې دا ووائي چې هغه او ران?? ثناﺀ الله اېن اے 75 ته څه لپاره تلے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا معلومات نه لرم چې دې 20 پولنګ اسټېشنز كښې تحريك انصاف ته څومره ووټونه اچولې شوي دي۔