اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مينځني ختيز خاص استازي او د پ??كستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د فرورۍ په پنځمه نېټه به د جمعة المبارك په اجتماعات كښې مظلومو كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كولې شي٬د كورونا واكسين لګولو فتوی د پ??كستان دارالاافتاﺀ او د اسلامي نړۍ مهمو مفتيانو وركړی۔د شور?? پھ ورځ خبري ??نفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ځينې عناصر د كورونا واكسين په اړه غلط فهمۍ پېدا كوي۔ده ووئيل چې د پ??كستان دارالاافتاﺀ پشمول د اسلامي نړۍ مهمو مفتيانو فتوی وركړې چې د كورونا واكسين لګول ضروري دي۔ده ووئيل چې د كشمير او فلسطين مسئلې د اسلامي امت مسئلې دي او د دې د حل وخت ر??غلې۔ده ووئيل چې د فرورۍ په پنځمه نېټھ د جمعة المبارك پھ اجتماعاتو كښې به مظلوم كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولې شي