اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) پاكستان په كرك كښې د هندو مندر پېښې په اړه د هند د خارجه وزارت بې بنسټه ادعا په مكمل توګه رد كړې او وئيلي ئې دي چې دا وړومبې موقع نه ده كله چې هندي حكومت د اقليتونو د حق??نو پ?? اړه خپله بې بنسټه اندېښنه څرګندنه كړې وي، كه هر څو د هند حكومت په خپله پرله پسې د اقليتونو حق??نه تر پښو لاندې كوي او د دې څخه سرغړونه كوي. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند د هند د خارجه وزارت په بيان غبرګون ښودلو سره ووئيل چې د خپل اقليتونو پ?? ضد په رياستي سرپرستې كښې د امتيازي سلوك مرتكب هندي حكوم?? سره ښه نه ښائي چې هغه چرته هم د اقليتونو د حق??نو پ?? معامله خبره وكړي. د امتيازي قانون سېټيزن ترميمي اېكټ نه واخله تر نېشنل رجسټر آف سېټيزن، د كال 2002م د ګجرات قتل عام نه واخله تر كال 2020م په ډيلي كښې د مسلماناتو تر قتل ، په كال 1992م كښې د بابري جومات د نړولو نه واخله په كال 2020م كښې د هندوستاني عدالت د لارې د ټولو تورنو تر بري كېدو، په مسلمانانو د كورونا خپرولو د تورونو نه واخله تر د مذهبونو ترمېنځه په ودونو تر بندېز لګولو، د مغربي بنګال مسلمانانا د ژورې ګرځول كېدو نه واخله دوي خليج بنګال تر د غورځولو تر دړكه، د جعلي ډوميسائل سرټيفيكېټ د لارې د جمو او كشمير مسلمانان په اقليت كښې د بدلولو تر هڅو، په مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه كشميريانو تر ماورائے عدالت قتل و غارت د بي جے پي- ار اېس اې حكومت ريكارډ د اقليتونو او پ?? خاص توګه د مسلمانانو د حق??نو څخه د سرغړونو نه ډك دے. وياند ووئيل چې د اقليتي حق??نو پ?? لړ كښې د هندوستان او پاكستان ترمېنځه د فرق اندازه د دې حق??قت نه لګېدے شي چې د كرك پېښې تورن په سمدستي توګه نيول شوي، د مندر د رغونې احكامات جاري كړې شوي، سترې محكمې د پېښې په سمدستي توګه نوټس اخستې او سياسي مشرانو د پېښې غندنه كړې خو پ?? هندوستان كښې مسلمانانو او اقليتونو سره د امتيازي سلوك كارروائې د رياست په سرپرستې كښې كېږي. د هندوستان مشرانو پ?? فرورې كال 2020م كښې د ډيلي د قتل عام غندنه هم نه ده كړې ، مجرمان د قانون منګولو ته د سپارلو خو خبره هم نشته. دا حقائق په نظر كښې ساتلو سره د هند حكومت ته مشوره وركولې شي هغه دې د اقليتونو حق????و لپاره نورو ته د ګوتې نيولو پ?? ځائ خپلو كورنيو معاملو ته پام وكړي.