اسلام آباد 08 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمد قريشي س??ه په جنېوا كښې د پاكستان پخواني دائمي استازي ف??خ عامل د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د خارجه پالېسې په بېلا بېلو چارو او د شريكې خو??ي په موضوعاتو خبرې وشوې. خارجه وزير پخواني دائمي استازي ته ووئيل چې د ملازمت په مهال خارجه وزارت لپاره ستاسو خدمات د ستائنې وړ دي. خارجه وزير ووئيل چې د پاكستان خارجه پاليسي د اوسني وخت تقاضو سره هم آهنګ كولو او په خارجه محاذ د چېلنجونو مخ نيوي لپا??ه تجربه لرونكو پخوانو سفيرانو سره مشاورت زما په ترجيحاتو كښې شامل دے. ف??خ عامل د كشمير مسئلې پشمول مهمې خارجه چارې په نړيواله كچه په موثر ډول وړاندې كولو او په منطقه كښې امن لپا??ه په غوره مصالحت?? كردار ترسره كولو خارجه وزير ته مباركي وركړه.