اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) سياس?? رابطو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي چې اپوزيشن د مافيا په وېنا ډېر څه كولو ته تيار دي۔ حكومت ددوئي په ضد قانوني سختي نه كوي بلكه غواړي چې دوئي خپله اولس ته په ډاګه شي۔ اپوزیشن ګوندونه اېن آر او لپاره هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ وزیراعظم عمران خان دا وړاندې په ډاګه كړې ده چې ??غه به په هېڅ صورت بدعنوانه عناصرو ته اېن آر او نه وركوي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې شهباز ګ?? ووئيل ما وړاندې وئيلي چې اپوزيشن د مافيا برخه ده۔ دوئي ته چې كله هم موقعه ترلاسه شوې دوئي لوټ مار كړے۔ ??غه ووئيل اپوزيش به ښكاره ځايونو كښې جلسو كولو نه څوك نه منع كوي۔ ??غه ووئيل د پخواني وزيراعظم یوسف رضا ګیلانی زوے نن د جمهوريت چېمپئن جوړ شوے خپل دور كښې د ??غه لوټ مار ټولو ته معلوم دے۔ دا خلق د خپل ګاډ فادر په وېنا هېواد كښې د اړي ګړ?? رامخې ته كولو هڅې كوي دغسې چې دوي يو وارې بيا د هېواد د لوټ كولو موقعه ومومي۔ ??غه ووئيل چا چې د هېواد پېسه لوټ كړے ده د ??غه په ضد ب?? د احتساب عمل روان و??۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??غه ووئيل ملتان كښې چې د اپوزيشن لخوا كوم ورانې شوې دې ٬ د اړي ګړ?? رامخې ته كوؤنكو په ضد ب?? قانوني كارروائي كولې شي