کراچۍ 07 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وف??قي وزير سنيټر ش??لي فراز وئيلي دي ټولو سيمو ته يو ډول ترقي وركولو ته حكومت پاملرنه كوي، سياسي اختلافات پخپل ځائ د اولسي مسئلو حل لپاره هڅې كوٶ۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده د شورو په ورځ د قام بابا قائداعظم محمد علي جناح په مزار د حاضرۍ نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ سنيټر ش??لي فراز د قائد په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه او د دې نه وروستو ئي د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلم بند كړل۔ په دې موقع ده سره د پاكستان تحريك انصاف مركزي نائب صدر او په سندھ اسمبلۍ كښې پارلماني لارښود ح??يم عادل شېخ او نور هم ملګري وو۔ سنيټر ش??لي فراز ووئيل د كراچۍ مسئلو حل لپاره وف??قي حكومت پرمختيائي پېكج اعلان كړے، کراچۍ د پاکستان معاشي حب دے، د قائد د ښار پرمختيائي منصوبې به سر ته رسوو ۔ده ووئېل زمونږ د ټولو اقداماتو مقصد د كراچۍ وګړو له ريليف وركول دي، د كراچۍ اولس په ټولټانكو كښې په پي ټي آئي د باور څرګندونه كړې ۔ د احتجاج سياست كوٶنكو په شا د ھغوي خپل ذاتي مفادان پراته دي۔ده ووئېل اولس تحريك انصاف له احتساب او د کرپشن خاتمې لپاره مېنډېټ وركړے ، قام به ذاتي مفادو لپاره د ادارو په ضد ناوړه كمپائن برداشت نه كري۔ وف??قي وزير ش??لي فراز ووئيل حکومت پام د اولس سوكالۍ او د مسئلو هواري پلو ګرځولے٬ د ماضي واكمنو ادارې كمزورې كړې۔ سېنېټر ش??لي فراز ووئيل د ټولو اقداماتو مقد معاشي هلو ځلو ته وده وركول او د ر??زګار موقعې راپېدا كول دي او د حكومتي پاليسيو سره معاشي اشاريې بهترې شوي