اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير ??وه??ري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان هغه هېوادونو ??ښې شمېرلے كېږي كومو چې دفاعي ټېكنالوجۍ ??ښې زيات پرمختګ كړے٬نن پاكستان د اسلامي نړۍ يوازنې اتومي طاقت دے٬مونږ د جديد ترين مېزائل پروګرام چلولو٬د هېواد په كچه ټانكونه او مېزائل جوړوو او خپل اتومي پروګرام په كاميابۍ سره چلوو۔د جمعې پھ ورځ اے پي پي سره په مركه ??ښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ صلاحيت لرونكو انجينئرانو او سائنسدانانو د پاكستان د دفاع نظام ناقابل تسخير كړی۔ده ووئيل د ستمبر شپږمه نېټھ هغه ورځ ده كله چې زمونږ بهادرو جنګيالو او اتلانو لويې قربانۍ وركړی٬دا ورځ د خوږ وطن د نظرياتي او جغرافيائي پو??و د دفاع د عزم د پخلي ورځ ده۔??وه??ري فواد حسېن ووئيل زما تعلق د جهلم څخه دے چرته چې ??ه هره سيمه كلي او ټاؤن ??ښې د شهيدانو قبرونه او يادګارونه موجود دي۔ده ووئيل ما د دې ميندو او خوئېندو دړد او غم ډېر د نزدې نه ليدلے كومو چې خپل بچي او وروڼه د دې هېواد په محبت ??ښې قربان كړي۔دې شهيدانو د خپل هېواد د خاورې تقدس لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ده ووئيل هغه هېوادونه كوم چې د خپل هېواد د خپلواكۍ تحفظ لپاره د داسې وسله والو ځواكونو كمې لري٬د دوي په نړۍ ??ښې كوم اهميت نشته۔د هېواد د ځوانانو په نوم په خپل پیغام ??ښې وفاقي وزير ووئيل تاسو د كومې هم پېشۍ ټاكنه كوۍ هغه كه لوبې وي٬تحرير وي٬پوځ وي يا سائنس تل خپلې پېشۍ ته پام وكړې كوم چې په ننۍ نړۍ ??ښې مشكل كار نه دے۔