لاهور 29 جولائي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار سره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سياسي صورتحال او د مېډيا په حكمت عملې خبرې وشوې، په ملاقات كښې اولس ته د ريليف وركولو په اقداماتو او د اولس د خېر ښېګړې په پروژو هم غور وكړے شو. د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار د حكومتي كاركردګۍ په اړه اقدامات په ډاګه كولو سره و??ئي?? چې د حكومت د دوه كلونو كاركردګي د تېر 30 كلن دور څخه ډېره ښه ده. حكومتي اقدامات په غوره ډول اولس ته وړاندے كولو لپاره د مېډيا كردار ډېر مهم دے. ده و??ئي?? چې د مېډيا تعميري تنقيد سره لارښودنه كېږي، د كرپټ عناصرو بلاامتياز احتساب د پاكستان د پرمختګ او خوشحالې ضامن د??. ده و??ئي?? چې د قومي وسيلو د غلط استعمال پخوانې روايت مو ختم كړے. ده و??ئي?? چې د اولس پېسه د اولس امانت دے او اوس يوازې په اولس خرڅ كولې شي. ده و??ئي?? چې د اپوزيشن ګوندونو چالونه يوازې د ذاتي ګټو تحفظ لپاره دي. د اے پي سي په نوم د غېر فطري اتحاد بنياد كېښودل كېږي. عثمان بزدار و??ئي?? چې دا عناصر د خپل كرپشن داغونه پټولو لپاره ناكامې هڅې كوي. د اے پي سي د غبارې نه زر هوا ووځي. ده و??ئي?? چې 22 كروړه اولس ته معلومه ده چې نن په هېواد كښې تر ټولو سپېځلې حكومت دے. زمونږ مقصد اولس ته ريليف وركول او دوي ته اسانيې پېدا كول دي. د اولس د حقونو ساتونكې يم، چاته به د دوي د حق د شوكې اجازه ورنه كړم. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز و??ئي?? چې زمونږ د كاركردګۍ تر ټولو غوره جج د پاكستان اولس دے. د تحريك انصاف حكومت د اولس رښتينې ستونزو ته پام كړے، تحريك انصاف د مېټرټ حكمراني باوري كوي. سياسي يتيمان د پاكستان د سياست نه بهر شوي دي. د اپوزيشن بيانه چاودلې، اولس دې سره كومه دلچسپي نه لري. ده و??ئي?? چې د پاكستان تحريك انصاف ډله د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې يو موټې ده، د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نوي پاكستان كښې به يوازې د ديانتدارې او ايماندارې سياست كېږي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې نوے پاكستان مخ په وړاندے روان د??. ده و??ئي?? چې د تېر وخت د واكمنو لوټ مار د معيشت بېړه غرقه كړې او د تحريك انصاف حكومت معيشت د سختو حالاتو نه ويستلو لپاره كوټلي اقدامات كړي دي