اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي صحت، تعليم او د سړك بنيادي انفراسټركچر سره كچه آبادۍ په پرمختګ كوونكو سيمو د بدلولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د دې سيمو پرمختګ لپاره ټولنې او نجي څان??و سره په ګډه لائحه وضع كړي، د دې سيمو د مېشته خلقو مسئلو حل كولو ل??اره دې هم طريقه كار جوړ كړے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د کچه آباديو پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونده كښې د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ (اېن پي اېچ اے) ??يئ??مېن ليفټيننټ جنرل (ر) انور حېدر، ډپټي ??يئ??مېن مېجر جنرل عامر اسلم خان، د هاٶسنګ اېنډ وركس سېكرټري ډاکټر عمران زېب خان او د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د صوبائي اسمبلۍ غړي فردوس شميم نقوي او د سندھ انفراسټركچر ډويلپمنټ كمپنۍ لمېټډ ??يئ??مېن ثمر علي خان د کراچۍ نه د ويډيو ل??ك د لارې ګډون وكړو۔ په غٶنډه كښې په كراچۍ كښې د جمشېد کوارټرز، پاکستان کوارټرز او د رېلوے کچه آباديو پرمختګ او مېشته وګړٶ ته ?? متبادل انتظاماتو وركولو په لړ كښې په بېلا بېلو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د دې سيمو پرمختګ لپاره ټولنې او نجي څان??و سره په ګډه لائحه وضع كړي او د دې سيمو د مېشته خلقو مسئلو حل كولو ل??اره دې هم طريقه كار جوړ كړي۔ په غونډه كښې د پاكستان چيف جسټس لخوا په دې چارو كښې د خوښۍ لرلو هم ستائنه وكړې شوه