اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د خواجه آصف وينا د كرونا وائرس وبا له امله په منطقه او نړيواله كچه د رامخې ته شويو حالاتو نه په بشپړه توګه د لاعلمۍ څرګندونه ده، د ھغه بيان د تضاداتو مجموعه او د ح??ائ??و مسخ كولو هڅه ده، مخ??لف?? ډله دې د سياست كولو لپاره د اولس ژوند سره لوبې نه كوي،سياسي شعبدہ باز د پارلمان فورم استعمالولو س??ه اولس بې لارې كولې نه شي، د ماضي حكومتونو د خوږ هېواد ادارې تباه كولو س??ه بې لارې كړې دي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د هېواد سمت سمولو س??ه د خوشحالۍ او پرمختګ په لاره اچولې دې، د پاکستان اولس باشعور دي٬ د ملکي مفادو په ځائ خپلو ذاتي مفاداتو ته ترجيج وركوٶنكي اولس نور بې وقوف نه شي جوړولې، د ماضي حكومتونو ذاتي مفاداتو او ګټو لپاره ادارې شلې (مفلوج) كړې دي،د خپل منشور له مخې مونږ په ادارو كښې اصلاحات كولو س??ه سروس ډليوري ښه كوٶ،د و??يراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټولو چېلنجونو په ښه ډول مخنيوي كوٶ۔ ده ووئيل مخ??لف?? ډله د مثبت تجويزونو په ځائ سياست كوي، وزيراعظم عمران خان قام د كرونا وائرس وباء څخه د محفوظ ساتلو او د لوږې نه بچ كولو لپاره اقدامات كوي