اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) ?? نېشنل كماند اېنډ آپرېشن سېنټر ??ه مخې ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 16 كسان مړه شوي او 796 نوې كېسونه ??اپور شوي چې ورسره هېواد كښې د كورونا وائرس مصدقه كېسونو شمېره 9216 او د مړو 192 ته رسېدلې ۔ دې رنځ څخه تر دې دمه 2066 كسان جوړ شوي هم دي۔ ?? نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د نهې په ورځ د جاري شوو شمېرو ??ه مخې ګرد هېواد كښې د مصدقه كېسونو شمېره 9216 او د اېكټو كېسونو 6958 ته رسېدلې ۔ په تېرو 24 ساعتو كښې 796 نوې كېسونه ??اپور شوي۔ پنجاب كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره تر ټولو زياته 4195 ده ٬ سندھ كښې د كېسونو ټوله شمېره 2764 ٬ خیبر پختونخوا كښې 1276 ٬ اسلام آباد كښې 185 ٬ بلوچستان كښې 465 ٬ ګلګت بلتستان كښې 281 او ازاد کشمیر كښې 50 ته رسېدلې ۔ په مجموعي توګه دې كېسونو كښې 34 فيصده بهر هېوادونو څخه راغلي او 66 فيصده ځائي دي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 16 كسان مړه شوي۔ تر دې دمه د دې وائرس له امله سندھ كښې 61، پنجاب كښې 45، کے پی کے كښې 74 ٬ ګلګت بلتستان كښی 3 ٬ بلوچستان كښې 6 او وفاقي پلازمينه ??سلام آباد كښې 3 كسان په حق رسېدلي۔ د شمېرو ??ه مخې تر دې دمه د 111886 وګړو ټېسټونه ??وي ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د 5347 كسانو ټېسټونه وكړې شول۔ هېواد كښې په 597 روغتونونو كښې جوړو كړو آئسولېشن وارډز كښې 2443 رنځوران درملنو ته بستر دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 52 رنځورانو حالت ?? اندېښنې وړ دے۔