اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د سهار ٨ بجو نه پي ټي وي د ټېلي سكول خپرونې باقاعده پېل كړې٬ د ??عل??م او د اطلاعات وزارتونو په اشتراكت پېل شوې دا منصوبه د وزيراعظم عمر??ن خان هېواد كښې د ??عل??م ودې له د وژن څرګندونه ده٬ د كرونا وباء له امله د كوچنيانو د ??عل??م عمل معطل شوے ؤ ٬ دې چېنل سره به په كور ماشومان او نور زده كوونكي د تدريسي عمل څخه استفاده وكړې شي او د دې خپرونو دورانيه به د سهار ??ته بجو نه تر ماښام شپږو بجو وي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل د اول نه تر دولسم جماعت زده كوٶنكي به د دې نه استفاده كولې شي٬ ټېلي سكول څخه به ھغه ماشومان ګټه پورته كولې شي كوم چې د څه سوب له امله سكولونو ته نشي تللې٬ په كور ناست كسانو ته ??عل??م وركولو لپاره دا منصوبه به ګرد هېواد كښې د خواندګۍ ودې له مهمه ثابت شي۔ دې ووئيل د ټېلي سكول خپرونې به د سېټلائت او انټينا دواړو د لارې كتلې كېدې شي٬ د لرې پرتو سيمو ماشومان او نور زده كوٶنكي به د تدريس او تربيې دې عمل څخه ګټه پورته كولې شي۔