اسلام آباد ۔ 4 اپریل (اے پی پی) د خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د وېډيو لنك غونډه د خالي په ورځ خا??جه وزارت كښې وشوه۔ غونډه كښې خا??جه سېكتر سهېل محمود او د خا??جه وزارت اعلی چارواكو په شمول نيويارك كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم او جېنوا كښې د پاكستان مستقل استازي خليل هاشمي د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ خا??جه وزير ووئيل پاكستان دا مهال يو شمېر چېلنجز سره مخ دې۔ يو اړخ ته ټولې نړۍ سره پاكستان هم د كرونا وبائي چېلنج مقابله كوي او بل اړمخه ته هند مقبوضه كشمير كښې د انساني حق??نو پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل مقبوضه جموں و کشمیر كښې د كورونا وائرس خپرېدو او ددې په نتيجه كښې د خلقو د مړه كېدو اطلاع ترلاسه كېږي په كومه چې اندېښنه لرؤ۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د نړۍ قام??نو پام مقبوضه كشمير كښې د محاصره شويو 80 لكه بې ګناه كشميري اولس ناوړه حالت پلو ګرځولو له به هڅې تند كول وي۔ ده ووئيل د هند لخوا مقبوضه کشمیر كښې د آبادیاتی تناسب بدلون پخوانې خوب عملي كولو له ډوميسائل سره اړوندو ضابطو كښې بدلون د نړيوال قانون او د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل قرارداد??نو ښكاره خلاف ورزي ده۔ خا??جه وزير ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې هندي زندان??نو كښې بنديوان ٬ كشميري لارښود او د زرګ??نو په شمېر ځوانان كورونا وبائي بريد څخه بچ كولو له دې نړيواله ورورولي د انسانيت په توګه ددوئي خوشې كولو له په هند زرو راوړي۔ خا??جه وزیر ملګرو ملت??نو او جنېوا كښې د پاكستان مستقل استازو ته د هندي جارحيت او كشمير كښې روان هندي زور ٬ ظلم او زياتې د ملګرو ملت??نو په شمول په نورو نړيوالو فورم??نو د رامخې ته كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل موجوده نړيوال وبائي چېلنج نظر كښې نيولو سره وزيراعظم عمران خان كم وسائل لرونكو هېواد??نو ته د واجب الادا قرض??نو ادا كولو كښې د آسانيو وركولو وړاندېز وركړې په كوم چې په بېلو نړيوالو فورم??نو بحث روان دې۔ ده مستقل استازو ته په دې اړه هم د خپلو هڅو كارولو هدايت وكړو