اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) قامي صحت ??پا??ه د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي حکومت په ووهان كښې د ايسارو پاكستانو زده كوٶنكو د مو?? او پلار د پرېشانۍ احساس لري٬ په دې معامله به د كابينۍ په نننۍ كېدونكې غونډه كښې غور كولې شي۔ ډاکټر ظفر مرزا دا خبرې د شورو په ورځ په او پي اېف کالج كښې په چين كښې د ايسارو زده كوٶنكو مو?? او پلار ته بريفنګ په مهال وكړې۔ ده ووئيل د زده كوٶن??و په سمدستي توګه د نه راوستو د پرېكړې معقول وجوهات شته چې پكښې ??حت??اطي تدبيرونه هم شامل دي۔ ده ووئيل د ايسارو شوو پاكستانو زده كوون??و په اړه حكومت پرله پسې غور كوي چې څنګه زده كوونكي محفوظ اوساتل شي٬ مونږ له خپل زده كوٶنكي او قام هم محفوظ ساتل دي۔ ده ووئېل كه مونږ پرېكړه وكړو نو زده كوٶنكي په سمدستي توګه بېرته راتللې شي خو د حكومت د پرېكړې نه كولو په وجوهاتو كښې ??حت??اطي تدبيرونه هم شامل دي۔ ده مو?? او پلار خبر كړل چې اوس د دې زده كوٶنكو هېواد ته راستنېدل د ګټې نه زيات د زيان سوب جوړېدې شي ځكه چې دا وائرس د يو انسان نه بل ته منتقل كېږي٬ دې ??پا??ه كله چې مناسب وي دوي به بېرته راوبللې شي۔ ده ووئيل حكومت دا احساس لري چې كومه لائحه جوړه كړي بايد په ھغې مو?? او پلار په اعتماد كښې واخستاې شي٬ كله چې معامله د خپل اولاد وي نو دا خواهش وي چې ھغوي زر راوستلې شي٬ د حكومت په هر وضاحت د مو?? او پلار اعتراض په ځائ دے۔ ده ووئيل د مو?? او پلار د پرېشانۍ نه خبر يو او په دې هم پوهېږو چې د دوي مطمئن كول آسان نه دي٬ د مو?? او پلار تحفظات په خپل ځائ خو خو مونږ چين كښې د دې وائرس د زيانونو او د دغې د منتقلۍ صورتحال ته هم ګورو۔ په دې موقع سيد ذوالفقار عباس بخاري او د خارجه چارو ډائرېكټر جنرل هم وېنا وكړه