اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د رياستي جبر د لارې د كشميريانو غږ نه شي خاموش كېدے، د هندوتوا په سوچ عمل كونكي د مودي سركاري اصل څېره د ټولې نړۍ په وراندې څرګنده شوې، پاكستان به په هره كچه او هر فورم د كشميريانو آواز پو??ته كوي. خارجه وزير دا خبرې د آل پارټيز حريت كنفرنس مشرانو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ خارجه وزير سره ملاقات وكړو. د آل پارټيز حريت كنفرنس په پلا??ي كښې سيد عبدالله ګېلاني، سيد فېض احمد نقشبندي او د حريت لارښود ياسين ملك استازي رفيق ډار پشمول مهم مشران شامل وو. د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پو?? هم په دې ملاقات كښې موجود وو. د دې څخه وړاندې خارجه وزير شاه محمود قريشي په خارجه وزارت كښې د حريت د مشرانو هركلې وكړو. خارجه وزير د حريت مشران د آزاد كشمير وزيراعظم پشم??ل ??ورو پارلماني مشرانو سره د كشمير په صورتحال د شوي مشاورت نه خبر كړو. خارجه وزير ووئيل چې چې د رياستي جبر د لارې د كشميريانو غږ نه شي خاموش كېدے، د هندوتوا په سوچ عمل كونكي د مودي سركاري اصل څېره د ټولې نړۍ په وراندې څرګنده شوې، پاكستان به په هره كچه او هر فورم د كشميريانو آواز پو??ته كوي.