اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان ناقابل تصور ښكلا پټ ساتونكې قدرتي شا??كار او د ??ېل??رې لامحدود موقعې لرونكې خاوره ده. د برطانيې په ټرېول مېګزين وېنډر لسټ كښې ” د پاكستان تر ټولو زيات حېرانوونكي 9 قدرتي شا??كار” په عنوان سره چاپ شوې آرټيكل ري ټويټ كولو سره وزيراعظم عمران خان دا خبره په خپله تبصره كښې كړې. د برتانيې مېګزين وېب پاڼې له مخې وېنډر لسټ د برتانيې ځانګړې خپلواكه ټرېول مېګزين دے كوم چې د ټولې نړۍ ??ېل??رو ته معلومات وركوي. په پاكستان كښې د ??ېل??رې استعداد په اړه مېګزين ليكلي دي چې د كوه هماليه لوړې جادو لرونكې درې او د ښكلې جعرافيه په سبب پاكستان د كال 2020م د ??ېل??رې غوره خاوره ګرځول شوې چرته چې ??ېل??ري په سوله ايز ماحول كښې د قدرتي مناظرو نه خوند اخيستې شي. په حېرانوونكو ځايونو كښې مېګزين د پاكستان بلتورو ګلیشیئر، وادی نیلم، هنګول نېشنل پارک، ټرانګو ټاورز، د دیوسائی میدان، د تھر صحرا، سیف الملوک، وادی هنزہ او اېبټ آباد تالاب شا??ل كړي دي. په مېګزين كښې ” په پاكستان كښې لازم كوونكي 13 غوره كارونه، د پاكستان 7 تر ټولو ښكلي جوماتونه او څلور داسې تجربې چې تاسو د پاكستان په محبت ك??ې ګرفتاره كولې شي” د ليكل شويو نور درې آريټكلز لنك هم وركړے شوے. دا مضامين ند پاكستان د كلتور، رسم و رواج، رواياتو او د تاريخي ورثه په اړه څه موده وړاندې د برتانيې مجلې شا??ل كړي دي.