اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) په ډهاكه كښې د پاكستان نامزد هائي كمشنر عمران احمد صديقي ?? جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير عمران احمد صديقي ??ه د ډهاكه هائي كمشنر په توګه په غوره كېدو مباركي وركړه۔ خارجه وزير ټاكلي شوي هائي كمشنر ته د پاكستان د خارجه پالېسۍ ترجيحاتو په اړه مهم هدايات هم وركړل۔ خارجه وزير ډهاكه لپاره ټاكلي شوي هائي كمشنر ته ووئيل چې تاسو په داسې وخت كښې د هائي كمشنر په توګه ذمه وارۍ سنبهالوۍ چې پاكستان په سفارتي محاذ ډېرو چېلنجونو سره مخ دې۔ ټاكلي هائي كمشنر عمران احمد صديقي ?? خارجه وزير مننه كولو سره باور وركړو چې زه به خپ?? ټول صلاحيتونه كارولو سره ټولې ممكنه هڅې كوم۔