اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د دهرنې كاركنان پھ مېدان كښې او لارښود يې په خپلو كټونو كښې آرام كوي٬دا ښكاره تضاد دے٬د يو عالم كار اصلاح كول وي٬د چا ذات په نښه كول نه٬مولان?? فضل الرحمان په سياسي مېدان كښې مذهبي كارډ كاروي۔د زيارت په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ??وئ??ل د حكومت د اړخه د خبرو اترو دروازې پرانستې پرتې دي۔حكومت په معاشي ډګر٬آئيني ادارو٬سياسي اصلاحات او په اكنامك كار كوي٬كه مولانا څه تجويز لري نو هغه دې وړاندې كړي٬حكومت د هغې اورېدو له چمتو دے۔خاص مرستيالې ??وئ??ل مولان?? فضل الرحمان په پارليمان كښې نشته ځكه دا پارليمان هغه ته حرام ښكاري۔پھ كوم پارليمان كښې چې هغه وي بيا هغه حلال وي۔دې ??وئ??ل زمونږ لپاره پارليمان مقدس دے كه مونږ يو او كه نه۔دې ??وئ??ل حكومت د صبر څخه كار اخلي٬مونږ د خبرو اترو د كاميابۍ هيله لرو۔دې ??وئ??ل وزيراعظم چرې هم تصادم نه غواړي هغه د امن په حقله د مذاكراتي كمېټۍ د لارې پیغام وركوي۔دې ??وئ??ل مولان?? فضل الرحمان يو عالم دے او د عالم كار اصلاح كول وي٬هغه د وزيراعظم ذات په نښه كوي٬د دهرنې له امله كشمير كاز ځپلې كېږي۔دې ??وئ??ل پاكستان تحريك انصاف ته يو نيم كروړ اولس ووټ وركړې ٬د وګړو د صبر امتحان دې مولان?? فضل الرحمان نه اخلي۔