اسلام آ??اد 24 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير برېګېډيئر(ر)اعجاز شاه وئېلي دي په پاك افغان پوله د خار دار تار لګولو كار بشپړ شوې٬په بلوچستان كښې 20 فيصده كار پاتې دے٬د خار دار تار لګولو سره به قاچاق ختم شي٬په اسلام آ??اد كښې كنټينرې د اخ??ياط په توګه لګولې شوي٬?? سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه شوې٬د پوهانو بورډ به جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن راجه خرم شهزاد په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې په شريك قانوني معاونت بل 2019 غور اوشو۔د كورنيو چارو سپېشل سېكتر وحيد الدين كمېټۍ ته وو??يل كه د بهر هېوادونو څخه قانوني مرسته اوغواړو نو مسئلو سره مخ كېدې شو٬نور هېوادونه وائي چې ستاسو د قانوني معاونت كومه اتهارټي نشته٬مونږ د داخله سېكتر په مشرۍ كښې په نوې بل كښې د شريك قانوني معاونت مسئلې حل كولو لپاره د اتهارټي جوړولو تجويز وركړې۔ سپېشل سېكتر وو??يل د دې قانون په حقله د اېف اے ټي اېف ته هم اړټيا ده۔په غونډه كښې د قانوني مشاورت په بل غور د كمېټۍ تر راروانې غونډې وځنډولې شو۔د كورنيو چارو وزير وو??يل اسلام آ??اد او لاهور كښې ځينې سېكټرې دوه ځل خرڅې شوي٬?? سي ډي اے ماسټر پلان د 60 په لسيزه كښې جوړ شوې او تر نن پورې دغه ماسټر پلان نه دې بدل شوې۔ده وو??يل حكومت ?? سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه كړې٬پوهان به په بورډ كښې شاملولې شي چې له مخې به يې سي ډي اے كار كوي۔داخله وزير كمېټۍ ته وو??يل مولانا فضل الرحمان سره پخوانې تعلق لرم او زه د هغه احترام كوم٬ده وو??يل په اسلام آ??اد كښې د خندقونو كېښستلو حاجت نشته خو كنټينرې د احتياط په توګه راوړلې شوې دي