واشنګټن 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې د پاكستان معيشت تسلسل او كاميابې سره د استحكام په پلو روان دے٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې بې شمېره موقعې موجود دي٬ با??د د دې څخه امريكائي سرمايه كار او كمپنې استفاده وكړي۔ ده دا خبرې د يو اېس پاكستان بزنس كونسل لخوا د ده او د ده د پلاوي په درنښت كښې جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ دا پلاوې د آئي اېم اېف او نړيوال با??ك په كلنو غونډو كښې ګډون كولو لپاره ده سره امريكې ته تللې دے۔ دستورې ته د وېنا كولو په مهال د خزانې سلاكار په پاكستان كښې د كاروبار اسانيې لپاره د حكومت په هڅو ت??صي??ي رڼا واچوله او د امريكې كمپنو او سرمايه كارو ته ئې په پاكستان كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه۔ د خزانې سلاكار او د ده پلاوي د آسيائي پرمختيائي با??ك صدر سره هم ملاقات وكړو۔ د خزانې سلاكار هغه د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړ?? كومه چې ده قبوله كړه۔ هغه پاكستان سره د مرستې كولو با??ر هم وركړو۔