اسلا?? آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري ??وا?? حسېن وئيلي دي مولانا فضل الرحمان ذاتی ګټو له د آزادي مارچ پروپېګنډا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير په مولانا فضل الرحمن يا جمعيت علماﺀ اسلام (ف) د جمهوري نظام په ضد سازش كولو له پاكستان پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ (ن) څخه د لوئې رقم اخستو تور لګولو سره وئيلي دي دې د خپلو بنديوانو خوشې كولو له حربې كاروي كوم چې د كرپشن تورونو سره مخ دي۔ ده ووئيل د جے یو آئی (ف) مشر د اسلا?? آباد لاك ډاؤن له د 5 زره كسانو جمع كولو په پوزيشن ك??ې نه دې۔ ده زياته كړه چې موجوده حكومت به ?? سولييز احتجاج په لاره كښې كوم خنډ نه ولاړوي۔ ولې كه د قانون خلاف ورزي وكړې شوه نو قانون به ??ركت كښې راشي۔ ده ووئيل د مارچ په شا اصل?? مقصد د پي پي پي او مسلم ليګ مشرتابه په ضد د احتساب عمل ودرول او ديني مدارسو كښې د اصلاحاتي عمل په لاره كښې خنډ رامخې ته كول دي