واشنګټن 22 جولائي (اے ??ي پي) وزيرا??ظم عمران خان وئيلي دي چې د لوبو په څانګه او په خاص توګه په كركټ كښې به اصلاحات كولې شي٬ په راتلونكي نړيوال كپ كښې به وظيفه اي لوبډله لوبغالي ته لېږو۔ په كېپټل ون اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې تاريخي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيرا??ظم باور وركړو چې د نړيوال كپ نه پس ئې پرېكړه كړې چې كركټ به درست كړو۔ ده ووئيل چې ما ته معلومه ده چې زياته مايوسي شوې خو زما الفاظ ياد ساتئ ان شا الله په راتلونكي نړيوال كپ كښې به غوره لوبډله وړاندې كوو۔ وزيرا??ظم ووئيل چې مونږ ته په اصولو خپ?? هېواد ودرول دي٬ الله تعالٰي زمونږ قوم ته ټېلنټ وركړے او چې چرته هم تللي دي٬ په محنت ئې ځان بره بوتللې۔ ده ووئيل چې ده په انګلستان كښې كركټ زده كړې او د پاكستان لوبغاړو ته د خپل معيار ښه كولو په باره كښې ښودل دي۔ وزيرا??ظم ووئيل چې په پاكستان كښې د كركټ ډېر ټېلنټ دے او مونږ ته دا ټېلنټ رامخې ته كول دي۔ ده د اسټراليا د كركټ د ادارې ستائنه وكړه كومې چې د ټو?? هېواد څخه ذهين لوبغاړي خوښ كړي دي۔