اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې نيولي شوي پخواني وزیراعظم شاهد خا??ان عباسي ??ه 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته سپارلې دې۔ د جمعې په ورځ قامي احتساب بېورو (نېب) شاهد خا??ان عباسي د جج محمد بشير په عدالت كښې وړاندې كولو سره موقف خپل كړو چې تورن څخه نور تفتيشن پكار دے او دې لپاره د تورن د 14 ورځو ريمانډ دې منظور كړې شي۔ نېب شاهد خا??ان عباسي د اېل اېن جي ټرمينل په معامله كښې د اختياراتو په ناجائزه كارولو او قامي خزانې ته د يو نېم ارب روپو زيان رسولو په تور نيولې دے۔ د سماعت په مهال جج محمد بشیر شاهد خا??ان عباسي سره په خبرو كښې ووئيل تاسو به څه وئيل غواړۍ٬ نو په دې شاهد خا??ان عباسي ??وېيل زه غواړم چې د 90 ورځو جسماني رېمانډ راكړې شي دغسې چې زه نېب په اېل اېن جي كېس پوهه كړم ځكه چې تراوسه نېب د اېل اېن جي په كېس نه دې رسېدلې٬ جج د تورن نه پوښتنه وكړه چې ستا وكيل چرته دے نو ده ووئيل زه د خپل ځان پخپله وكيل يم۔ شاهد خا??ان عباسي عدالت ته خواست وكړٶ چې د كور نه د پرهېز?? خوراك راوړلو دې اجازه راكړې شي٬ جج ووئيل نېب به تاسو ??ه پرهيز?? خوراك جوړوي۔ عدالت د نېب چارواكو لخوا د شاهد خا??ان عباسي د جسماني ريمانډ خواست په منظورولو هغه د 14 ورځو په جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو ۔ د يادونې وړ ده د زيارت په ورځ شاهد خا??ان عباسي ??اهورته روان ٶ چې په ټهوكر نياز بېګ ټول پلازه نېولے شوے ٶ۔(ګ ل