اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم ?? خزانې صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ وئيلي دي سباٶن كښې به ?? پاكستان او دبئۍ نېشنل باك لمېټډ بنكنګ ګروپ ترمېنځه همكاري لا زياته شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د يو اے اي د نېشنل بانك لمېټډ پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د اېمرټس اېن بي ډي كېپيټل لمېټډ چيف اېګزېكټو افسر فهد علي قاسم كوله۔ د بانك چيف ايګزيکټوآفيسر د بانك مالياتي ډلې سره د وزيراعظم ?? صلاحكار په ملاقات مننه وكړه۔ پلاوي د بانك لنډ تعارف اوكړو او د مالياتي خدماتو په اړه ئې بريفنګ هم وركړو۔ ده ووئيل دبئۍ نېشنل بانك د اثاثو په اعتبار سره د منطقې لويه بېنګنګ ډله ده۔ بينکنګ ګروپ متحده عرب امارات، مصر، هند ، سعودي عرب، سنګاپور او برطانيه كښې خدمات تر سره كوي او په چين اوانډونيزيا كښې د بانك نمائنده دفترې موجود دي۔ د وزيراعظم ??لاحكار د پاكستان په دوره كولو د پلاوي مننه كولو سره ووئيل د حكومت لخوا په بېلا بېلو پروګرامونو كښې د بانك د ګډون هركلې كوو۔ په ??ې موقع د خزانې سېكتر او نور لوړ پوړي