اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علاوي د تركيې د هوائي ځواك كمانډر جنرال حسن كچيكاكياز له نشان امتياز (ملټري) وركړې۔ په دې لړ كښې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې خاص دستوره وش??ه۔ د دې نه پس د تركيې فضائي كمانډر الوس مشر سره ملاقات وكړو چې پكښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ده ??ه مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان او تركيې ترمېنځه د ورورولۍ غېر معمولي اړيكې موجود دي٬ دواړه هېوادونه د شريك كلتور او مذهبي ورثې وړ دي او اوس د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي تزويراتي شراكت داري هم موجود ده ??ومه چې لا قوي كېږي۔ ده ??وئيل پاكستان او تركيې په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ۔ اولس مشر هند سره د اوسني تاٶ تريخوالي په مهال پاكستان لپاره د تركيې د مرستې ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل زمونږ دفاعي مرسته پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو په نتيجه كښې لا مستحكمه شوې ۔ا ولس مشر ووئيل مونږ له په دې مهمه څانګه كښې خپلې اړيكې لا مستحكمولو لپاره ذرائع لټول دي۔ اولس مشر د پاكستان ورځې په مهال په فضائي شو كښې د تركيې د ايئر فورس “سولو ترك” اېف 16 د ډلې ?? ګډون ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د توان٬ انفراسټركچر او فوډ پروسېسنګ څانګو پشمول د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ ده ??وئيل پاكستان كښې د تركيې د سرمايه كارو د ذكر وړ اضافه شوې خو د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي موقعو څخه بشپړه استفاده ??ولو لپاره نورو اقداماتو ته اړتيا ده ۔ ده ??وئيل په دې لړ كښې د پاكستان وزيراعظم د تركيې دورې په مهال د تجويز كړې ستراتيژك فرېم ورك (اېس اي اېف) د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او تجارتي مرسته زياتولو لپاره د اهميت وړ دے