اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے ??ی پی) درېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي حکومت او ادارې په يوه صفحه دي۔ د جمهوریت مضبوطيا اسټېبلشمنټ له هم ضروري ده۔ وزیراعظم عمران ??ان ??و اسټېبلشمنټ چې څومره يو بل ته نزدې دومره مې څوك وړاندې ليدلې نه دي۔ د نجي ټي وي چېنل په يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران ??ان کرپشن څخه كركه كوي او هغه غواړي چې د كرپټ كسانو دې بې پرې احتساب وكړې شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان ??و يو اے اي هم د نواز ش??يف سياست څخه كركه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنر??ل قمر جاوېد باجوه د چين په سفارتي حلقو كښې خوښولې شي۔ د چين وزيراعظم وئيلي چې ما د جنرال باجوه نه علاوه بل كوم جنرال سره ملاقات كړې نه دې۔ وفاقي وزير ووئيل اېن آر او لپاره په حكومت كوم فشار نشته۔ ده ووئيل د نواز ش??يف او شهباز ش??يف په راروان كول كښې خليج رامخې ته شوې دې۔ دا مهال د شهباز ش??يف او مريم نواز سياست د يو بل نه مختلف دې۔ ولې چې شهباز ش??يف حكومت سره تلل غواړي۔ ده ووئيل د پي پي پي او پي اېن اېل نون تېرو حكومتونو د هېواد خزانه لوټ كړې ده او قوم ئې د بې ځايو قرضو لاندې كړې دې۔ ده وئيل د تېرو حكومتونو د ناقصو پالېسو دلاسه موجوده حكومت ستونزو سره مخ دې۔ ولې مونږ عزم لرو چې د وزيراعظم په متحركه مشرتابه كښې به هېواد او قام ستونزو څخه ويستلو كښې كامياب شؤ