اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د پخواني حكومت د ناقص پالېسو له امله نن اولس اقتصادي ستونزو سره مخ دے٬ په تېر وخت كښې به ګاز په ګرانه بېعه اخستل كېدو سره په ارزانه بېعه وركول كېدو٬ د ګ??ز په بېعو كښې د اضافې وجه هم دا ده چې ګاز په ګرانه بېعه اخستل كېدو۔ د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې زمونږ درې صوبې خېبر پښتونخوا٬ سندھ او بلوچستان سرپلس دي٬ پن??اب په خساره كښې دے خو په تېر وخت كښې كله هم دا هڅه نه ده شوې چې په پن??اب كښې د تېل او ګ??ز ذخيرې ولټول شي او ضروريات پوره كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د ساړه له امله ګاز زيات كارول كېږي ځكه د ګ??ز بل زيات راغلې۔ د بلې مياشتې نه به بلونه بيا كم شي۔