اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتو په مهال په ملا??نډ?? هرازه٬ پېنډې٬ لاهور ډويژن٬ اسلام آباد٬ پېښور٬ ك??ها??٬ مران٬ بنو٬ سرګودها٬ ګوجرانواله٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينې سيمو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د هېواد په نورو برخو كښې به موسم يخ او خشك وي۔ په سوئيلي پنجاب او بره سندھ كښې د سهار او شپې په وخت د لړې امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د خالي او اتوار په ورځ په مري٬ ګلياتو٬ مالاكنډ ډويژن٬ ګلګت بلتستان او د كشمير په غره ايزو سيمو كښې د واورې ورېدو امكان دے۔ د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د پنجاب په ځينې مېداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار په وخت سخته لړه وه او د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ ؤ خو مالا??نډ?? هزاره٬ كوه??ټ ډويژن او ګلګت بلتستان كښې باران او په غرونو واوره ورېدلې۔ په اسلام آباد او پېنډې كښې هم باران شوے۔ تر ټولو زيات باران په مالم جبه كښې 4 ملي ميټره ريكارډ كړے ??وے۔ په شمالي سيمو او مري واوره ورېدلې۔