اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي پ??كس??ان د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د تجارت٬ټورازم٬انرجي او اقتصادي راهدارۍ پشمول د ټرانسپورټ په اړه د ښو او پائيداره اړيكو خوښي لري٬پ??كس??ان په شدت سره د تاجكستان د څلورو هېوادونو په لوظ نامه كښې د ګډون خوښي لري٬د تاجكستان او نورو مينځني آسيائي رياستونو سره د زمكې او هوائي رابطو زياتولو لپاره به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ د مواصلات وزارت كښې په پ??كس??ان كښې د تاجكستان سفير شرعلي اېس جونونوف سره د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خېرسګالۍ د ملاقات په مهال كړی۔په دې موقع د مواصلات وزارت وفاقي سېكتر شعيب احمد صديقي٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن جواد رفيق ملك او سينئر جوائنټ سېكتر الطاف اصغر پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ر??بطو د نشت والي خاتمه دې وكړی شي٬په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سائنس او ټېكنالوجي او د سېلګرۍ په اړه د پراخه امكاناتو د لارې دې د ځلانده سباؤن بنياد ولټولې شي۔ده ووئېل د پ??كس??ان وزيراعظم عمران خان وژن دې چې د تجارت او اقتصاديات لپاره تر مينځني آسيائي رياستونو رسنه دې ترلاسه كړې شي٬سېلګري د سباؤن پرمختګ آئينه دار ده ۔??ه د سفير پام راګرځولو سره ووئيل د پ??كس??ان حكومت٬د تاجكستان روډ ټرانسپورټ لوظ نامه زر تر زره سر ته د ر??ولو خوښي لري۔د پ??كس??ان حكومت د دې لوظ نامې د قانوني طريقه كار په اړه د تاجك حكومت ځواب ته سترګې په لار دے دغسې چې په پ??كس??ان كښې هم په دې لړ كښې پېش قدمي وكړې شي۔د دې څخه وړاندې سفير په خبرو كښې ووئيل تاجكستان په پ??كس??ان كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لري٬په معدنيات٬فروټس٬توان او نورو تجارتي څانګو كښې پراخه امكانات شته ٬ ده ووئېل تاجك ټرانسپورټر تر كراچۍ پورټ رسنه غواړي٬هغوي د اېف بي آر او پ??كس??ان كسټم ډيپارټمنټ ترمينځه پېښو ستونزو سره مخ دي د كومو چې ازاله پكار ده٬ ده ووئېل د افغا??ست??ن٬تاجكستان او پ??كس??ان ترمينځه مضبوط تجارتي نېټ ورك ته وده وركولو سره د سباؤن خوبونه رښتيا كېدې شي