لاهور 01 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې يو ډول د تعليم نظام زمونږ منزل او معياري تعليم د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ دوه نيم كروړه ماشومان سكولونو ته ر??وستلو لپاره ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده دا خبرې تېره ورځ د نېشنل كالج اف آرټس د دورې په موقع وكړې۔ په دې موقع اېن سي اے پرنسپل ډاكټر مرتضٰي جعفري او سينئر فېكلټي غړو د وفاقي وزير تود هركلې وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د كالج په اړه بريفنګ وركړے شو او د ضرورياتو نه هم خبر كړے شو۔ وفاقي وزير ??وئيل چې كالج ته په ر??تګ خوشحاله شوم٬ د تعليم بهتري او پ??مختګ نه يوازې زما بلكې د و??ير??عظم عمران خان هم وړومبې ترجيح ده۔