اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمن وئيلي دي پیپلز ګوند اقتدار ??ښې راتلو سره به اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ وركړي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې دې وو??يل پاکستان پیپلز ګوند د سن??ھ سيمو كښې د اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر كارونه كړي دي۔ هيله ده چې د دغې كاركردګۍ په بنياد به اولس پيپلز ګوند ته ووټ وركړي۔ دې وو??يل بلاول بھټو زرداری په ګرد هېواد كښې خپل انتخابي مهم پ?? غوره ډول روان ساتلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې وو??يل جمهوریت لپاره د كركې او احتجاج سياست بايد ختم كړې شي۔ دې وو??يل انتها خوښي ٬ غېر مهذب ژبه كارول او د تورونو سياست هم د ترهګرۍ يو سبب دے۔ دې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د ټولو سياسي ګوندونو يو ځائې ناستې په حاجت زور راوړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې وو??يل د عبوري حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو سياسي ګوندونو ګيلې لرې كړي۔