کراچۍ 25 مارچ (اے پی پی) پاكستان سپر ليګ فائنل به د اسلام آباد يو??ائ??ټډ او پېښور زلمي ترمينځھ نن ماښام نېشنل اسټېډيم كښې كېږي او فائنل مېچ لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي ۔ د اسلام آباد يو??ائ??ټډ كپتان مصباح الحق مېچ كښې ګډون د ده د ژوبل كېدو له امله مشكوك دې او د هغه په ځاې به غېر ملكي لوبغاړې جے بي ډومني د كپتانۍ وظيفه ترسره كوي او پیښور زلمې به د ډرېن سيمي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزېږي۔ دواړو ډلو كپتانانو په بشپړه توګه د لوبې وړاندې عزم څرګندونه كړې۔ د سنګار كولو څخه وروستو اسټېډيم ډېر ښكلې منظر وړان??ې كوي او په ټولو انكلوژر كښې رنګ پرنګ كرسۍ اېښودلې شوي دي۔ تماشا كونكي په ګڼ شمېر اسټېډيم پلو روان دي او په تماشا كونكو كښې جوش او جذبه ښكاره ليدې شي۔ د اسټېډيم دننه او بهر رېنجرز او د پوليس پشمول د قانون نافذ كونكو نورو ادارو امن په ځاې كولو لپاره پوزشين سنبهال كړی۔د امنيت سخت اقدامات شوي