اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاكستان به د نورو نه د خپلې ګټې ساتنه كوي۔ د يو سازش ترمخه په اسلامي نړۍ ك??ې د مسلمانانو وينه تويولې شي۔ د ټولې نړۍ سترګې دا مهال پاكستان ته دي۔ مونږ له به د اسلامي نړۍ يو والي له فعاله پېشرفت كول وي۔ ده ووئېل كه پخوانو حكمرانانو د خپل اقتدار دوام له سمجھوته نه وه ك??ې نو امريكائي جنګ به د پاكستان په خاوره نه و شوې۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كم??ټۍ غونډه ك??ې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ دې نوټس واخستلې شي او پارلمان دې خبر كړې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ك??ې د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر شېريں مزاري ٬ شاه جي كل آفريدي او نورو غړو لخوا پورته ك??ې شويو نكاتو په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل كومه مسئله چې په دې ايوان كښی پورته ك??ې شوې هغه مهمه ده۔ د بشري حقونو غونډې صورتحال په اړه به د راروان ګل په ورځ پارلمان خبر كړو۔ ده ووئيل زمونږ چې كوم موجوده حالات دي په دې كښې په چا تور ل??ول?? په ځائې اول خپل ګرېوان كښې كتل پكار دي۔ دا مهال اسلامي هېوادونه د خپل ګاونډي هېواد خبرې اورېدو ته تيار نه دي۔ ده ووئېل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې افغانستان ته داعش چا راوستې۔ داعش ختم شوې نه دے بلكې خپله پته ئې بدله ك??ې عراق څخه افغانستان ته منتقل شوې۔ خارجه وزير ووئيل ځكه پاكستان هدف جوړ شوې ولې چې د ټولو امت سترګې پاكستان ته دي۔ كه مونږ پخوا امريكې ته وسله غورځولې نه وه او د ذاتي ګټې لپاره مو سمجھوته ك??ې نه وه نو امريكائي جنګ به پاكستان ته نه راتلو۔ده ووئېل دغه كسانو ته حكمراني دومره خوښه وه چې دې لپاره ئې د خپل هېواد سودا وكړه۔ ده ووئيل په سعودي عربستان ك??ې دا مهال چې څومره پاكستاني عسكر موجود دي پخوا د دغې شمېره دې څخه ډېره زياته وه۔ ولې زمونږ پالېسي دا پاتې شوې چې پاكستاني عسكر د سعودي عربستان د حد دننه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ده په ډاګه ك??ه چې پاكستان د بل چا نه بلكې د خپلې ګټې ساتنه كوي۔ وفاقېس وزير ووئېل پارلیمان كه په دې معامله بحث كوي نو جدي بحث ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې امن غواړو۔ خواجه اصف ووئبل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې سره د نړيوالو ځواكونو د افغانستان په خاوره پاتې كېدل د نشائي توكو پېداوار څو چنده زيات شوې او 43 فيصد سيمې د طالبانو په قبضه ك??ې دي۔ په داسې حالاتو كښې تور په پاكستان لګولې شي۔ ده ايوان له باور وركړو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كم??ټۍ په غونډه ك??ې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ به پلټنې وكړې شي۔ كه د مواخذې حاجت پېښ شو نو هغه به هم كولې شي