ډېووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د سوېټزز لېنډ ډيووس ښار كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د آسيائي ان??راسټركچر ان??ېسټمنټ بانك صد جني لي كيان ملاقات كړے۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او نور مشران حكومتي چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د اسيائي ان??راسټرکچر ان??ېسټمنټ بنک په اولنو ورځو كښې عزم لر??نكې پلوې پاتې شوې۔ ده هيله ولرله چې بانك سره به مضبوطې او غوره اړيكې په ځائې ساتلې شي۔ وزیراعظم د بانك صدر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ وزیراعظم د بانك صدر جن لي كيان ته ووئيل د وفاق تر انتظام لاندې سيمو پرمختګ او دا سيمې سماجي او اقتصادي هلو ځلو كښې شاملولو ته حكومت پام لر??ه كوي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې فاټا كښې د بندونو جوړولو له د فنډز وركولو سره به دا سيمې پرمختګ او په قامي چوكاټ كښې راوستلو له ښكاره پېشرفت وشي۔ ده د ا??بو ذخيره كولو ٬ د بنيادي اډانې او د توان په اړه د راتلوونكو منص??بو عمل درآمد كښې د بانك لخوا د مرستې په حاجت زور راوړو۔ آسيائي ان??راسټرکچر ان??ېسټمنټ ګڼ اړخيزه پرمختيائي بانك دے كوم چې بنيادي اډانې او سيمه ايزو رابطو له مالي مرسته كوي۔ د بانك د سرمايې حجم 100اربه ډالره دے۔ پاكستان د دې بانك په جوړونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ د بنک په بورډ آف ګورنرز ك??ې پاكستان لپاره يوه چوكۍ شته۔ بنک پاکستان كښې موټروے اېم فور شوركوټ خانيوال سېكشن او تربېله فائیو توسیعی منصوبې له پرله پسې د 100 او 300 ملینه ډالرو مرسته كړې۔ تېره مياشت د بورډ آف ډائرېکټرز 7 كسيزه پلاوي د پاكستان دوره ??م كړې وه۔