فېصل آباد 22 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي ??ې د پرمختګ او څوكالۍ لار نيونكي د هېواد او قام دښمنان دي۔د هېواد م??يشت غوره جوړولو له مو د ترهه ګرۍ په ډول ناسور نوغې ويستلو عزم كړې٬اعلٰی مشرتابه مضبوط او روښانه پاكستان لپاره هڅې كوي۔بهرني طاقتونه د سي پېك په ډول عظيمه منصوبه هضمولې نه شي٬د دهرنو سياست كونكي دې د حكومتي كاركردګۍ مقابله وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جنورۍ په 27مه نېټھ د م??لم ليګ(ن)??ار??ود م??مد نواز شريف جړانواله ته راتګ او د اولسي غونډې په ??ړ كښې د جړانواله انجمن تاجران او د جماعت اهل سنت علمائے كرامو لخوا راجوړې كړی شوې دستورې خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې د دهرنو سياست كونكي دې د م??لم ليګ(ن)حكومت سره د كاركردګۍ مقابله وكړي٬نه دا چې د م??هب د سپكاوي او غدارۍ تور ولګوي۔ده ووئيل مونږ هره خبره زغملې شو ولې داسې تورونه زغملې نه شو۔ده ووئيل د جنورۍ په 27 نېټھ به جړانواله كښې كېدونكې جلسه كښې اولس په بشپړه توګه ګډون وكړي