اسلام آباد 17 جنوری (اے پي پي) كورنيو چارو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د هېواد د امنيت وضعې او د پولې د نظام جاج اخستو لپاره د سول آرمډ فورسز كمانډ كنفرنس وشو٬ چې پكښې د فرنټيئر كانسټېلري٬پاكستان رنجرز سندھ او ??نج??ب٬فرنټيئر كور٬ګلګت بلتستان سكاؤټس د پاكستان كوسټ ګارډ كمانډرانو او د كورنيو چارو د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزير د غونډې مشري كولو سره د پاكستان په پرمختګ او په امنيت د سول آرمډ فورسز په كردار رڼا واچوله او د دوي خذمات يې وستائېل۔ده و??ئيل منطقې ته د ورپیښو جيو ستراتېژېكي چېلنجونو په تناظر كښې د هېواد استحكام او امن لپاره د ښې حكمت عملۍ په بنياد بايد سول آرمډ فورسز په آپرېشنل كچه تيارې وكړي٬ ده و??ئېل زمونږ معيشت پرمختګ كوي٬د سي پیك د موقعو څخه استفاده كولو لپاره استحكام او د سلامتيا تحف?? ضرور دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د نوې ټېكنالوجۍ كارولو سره د سول آرمډ فورسز د تربيې او استعداد زياتولو ضرورت دے۔ده سول آرمډ فورسز لپاره د نوې وسلې اخستو په لاره كښې د ټولو خنډانو لرې كولو امر شوے چې دغسې ځواكونه د ترهه ګرۍ مخ نيوي وكړی شي۔ده و??ئيل سول آرمډ فورسز د امن په اړه د حكومت پوزه او غوږنه و??٬د دوي د كار استعداد زياتول به زمونږ كورنۍ سلامتيا او زمونږ پولې محفوظې كړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل بايد سول آرمډ فورسز د امنيت د اوسنو چېلنجونو مخ نيوي لپاره فعاله كردار ترسره كړي۔ده و??ئيل د پرمختګ جاج اخستو لپاره بايد كمانډ كنفرنس د دريو مياشتو په بنياد وشي۔ده و??ئيل د سي پیك او ميري ټائم اهميت لپاره پاكستان كوسټ ګارډ مهمه ذمه واري لری۔د كورنيو چارو وزير پھ كراچۍ كښې د امن بحالۍ ل??اره د سندھ رينجرز كردار هم وستائېلو۔ده و??ئيل د ګلګت بلتستان اهميت په جغرافيائي اعتبار سره ډېر زيات دے۔ده په خېبرپښتونخوا كښې پوځ سره په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د فرنټيئر كانسټېبلري د كردار ستائنه هم وكړه