اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي چې د دهرنو مخنيوي لپاره سياسي عزم ته اړتيا ده ٬ په دې معامله بايد پوائنټ سكورنګ ونه شي٬ د مذهب او د اسلام د سپكاوي تورونو سره د حكومت اېكشن كښې راتلل ګران وي ۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر عارف علوي د پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل چې د اسلام آباد دهرنې د مخ نيوي په اړه خبرې كېږي٬ خو د دهرنو مخ نيوي لپاره د سياسي عزم ضرورت وي او په ټولو سياسي ګوندونو هم په دې لړ كښې ذمه وارې راځي۔ ده ووئيل چې كله په معامله پوائنټ سكورنګ كېږي او د مذهب د سپكاوي او د اسلام د سپكاوي تورونه ولګول شي نو بيا حكومت لپاره ??وم اېكشن كول مشكل شي۔ ده ووئيل چې د اسلام آباد په دهرنا كښې ژوبل شوے د اسلام آباد پوليسو اهلكار اسرار تنولي علاج د حكومت په خرچه كېږي او په دې لړ كښې د ډاكټرانو يو بورډ هم جوړ كړے شوے۔ كه بورډ سپارښت وكړي نو ه??ه به معالجې لپاره ??ه سركاري خرچ بهر ولېږل شي