ملګري ملتونه 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي به د نيويارك څلور ورځنې دورې په مهال د مل??رو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا كولو نه علاوه يو شمېر نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به د كشمير مسئلې٬ د روهنګيا د مسلمانانو بحران ??و د افغانستان ??ورتحال ته پام كوي۔ تېره مياشت د وزيراعظم په توګه د سوګند اخستلو نه پس د شاهد خاقان ??باسي لخوا د مل??رو ملتونو دا وړومبې دوره ده۔ په مل??رو ملتونو كښې د پاكستان ??فيرې مليحه لودهي پاكستاني خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې د وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي د امريكې نائب اولس مشر مائيك پېنس پشمول د 9 دوه اړخيزه ملاقاتونو كېدو پرېكړه شو?? او لا نور هم متوقع دي۔ په نورو كښې د اردن باچا نه علاوه د افغانستان٬ سري لنكا٬ برتاني?? او د نيپال مشران ??امل دي۔ وزيراعظم به د مل??رو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوټرس سره هم ملاقات كوي۔ هغه به د امريكې پخواني خارجه وزير هنري كسنجر او ځينې نورو امريكائي مشرانو سره هم خبرې كوي۔ وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي به د ستمبر په 21مه نېټه د ملګر ملتونو عمومي اسمبلې ته وېنا كوي۔ هغه به په نړيوال سياست٬ مهمو سياسي٬ سماجي او پرمختيائي چارو د پاكستان ??ريځ وړاندې كوي۔ مليحه لودهي ووئيل چې امريكې پاكستان مشر سره د خپل نائب اولس مشر مائيك پېنس د ملاقات تجويز وركړے ځكه چې هغه پاكستان ??ره بيا د سره د اړيكو جوړول غواړي۔ د ذريعو له مخې دا ملاقات ﴿نن﴾ د نهې په ورځ متوقع دے كوم به چې د افغانستان ??و سوئيلي اسيا په اړه د اولس مشر ټرمپ د پالېسې په تناظر كښې وي۔ د بريفنګ په مهال په امريكا كښې د پاكستان ??فير اعزاز احمد د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د افغانستان په باره كښې امريكا خپل نظر لري او پاكستان ??پل دريځ لري۔ سفير مليحه لودهي وضاحت كولو سره ووئيل چې د هېواد په ګټه د پاكستان پالېسې په واشنګټن كښې نه بلكې په اسلام آباد كښې جوړولې شي۔ هغې ووئيل چې پاكستان ??ل دا دريځ لري چې د مذاكراتو د حل د لارې امن راتللې شي۔ د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال به وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي د خارجه اړيكو په اړه كونسل او د امريكې پاكستان ??زنس كونسل ته هم وېنا كوي۔ هغه به نړيوالې مېډيا سره هم ملاقات كوي۔ د عمومي اسمبلې د غونډې په موقع به د او آئي سي٬ نام٬ جي 77 ٬ اي سي او٬ سارك٬ دولت مشتركه او د ډي 8 پشمول د سيمه ايزو او ذيلي سيمه ايزو تنظيمونو وزارتي غونډې هم كېږي۔ په دې موقع به د او آئي سي د كشمير رابطه ډلې غونډه هم كېږي۔