اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د توان پروژې ترسره كېدو سره به پ?? قومي ګرډ كښې د 10 زره مېګاواټه برېښنا اضافه وشي٬ د راتلونكو څو مياشتو ??ه مهال به د توان د بحران او د برېښنا د لوډشېډنګ مكمل خاتمه وشي٬ په اقتصادي څانګه كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې د مېكرواكنامك په څانګه كښې پياوړې پرمختګ شوے٬ د پاكستان او ??ين د اقتصادي لارې پروژې پشمول د يو شمېر پرمختيائي پروژو ترسره كېدو سره به پ?? هېواد كښې د بهرنې سرمايه كارې موقعې زياتې شي۔ ده دا خبرې په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان په سفارت كښې فورم ته وېنا كولو ??ه مهال وكړې۔ وفاقي وزير په دې موقع د تېرو څلورو كلونو ??ه مهال د پاكستان د اقتصاد او سلامتيا په څانګو كښې په كاميابو رڼا واچوله او وې وئيل چې د معيشت بحالې او د توان بحران حل كولو لپاره د هڅو په نتيجه كښې په قومي ګرېډ كښې 10 زره مېګاواټه برېښنا شاملولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د راتلونكو څو مياشتو ??ه مهال به د توان د بحران او د برېښنا د لوډشېډنګ مكمل خاتمه وشي٬ په اقتصادي څانګه كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې د مېكرواكنامك په څانګه كښې پياوړې پرمختګ شوے٬ د پاكستان او ??ين د اقتصادي لارې پروژې پشمول د يو شمېر پرمختيائي پروژو ترسره كېدو سره پ?? هېواد كښې د بهرنې سرمايه كارې موقعې زياتې شي۔ ده پ?? دې موقع د پاك يو اېس نالج كارېډور مخ په وړاندې بوتللو كښې د امريكې د مرستې اهميت په ډاګه كړو او د دواړو هېوادونو په اړيكو ئې هم خبرې وكړې۔ په فورم كښې د امريكې د خارجه محكمې چارواكو٬ د تعليم پوهانو او په امريكا كښې مېشته د پاكستانې ټولنې غړو هم ګډون وكړو۔