اسلام آباد 26 ??ګس?? ﴿اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي ملاقات وكړو او د سپيكر چوكې په سنبالولو ئې مباركي وركړه۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې هېواد د كمزور معيشت پشمول بې شمېره ستونزو سره مخ دے٬ قومي اسمبلي به ټولو صوبائي اسمبلو سره په ګډه د مهمې قانون سازې په اړه مشاورتي عمل ته اهميت وركوي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي ووئيل چې د وزيراعظم عمران د كفايت شعارې پ?? پلان عمل كولو سره مونږ د هېواد معيشت د بحران نه ويستلې شو۔ ده ووئيل چې ?? پاكستان او چين اقتصادي لار ?? پاكستان ټولو صوبو لپاره يو ??ول اهميت لري٬ دې پروژې سره به په ټول هېواد كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔