اسلام آباد ۔28 جولائی(اے پی پی) نوموړې امريكائي ورځپاڼې ” نیو یارک ټائمز” د پاکستان تحریک انصاف مشر ??مر??ن خان په ټولټاكنو كښې فعاله بريا ستائلو سره په امريكا ٬ چين او هند زور راوړې چې پاكستان كښې اصلاحاتو لپاره اسانۍ پېدا كړي۔ په خپله اداريه كښې نيويارك ټائمز ليكلي چې د ??مر??ن بنیادی ایجنډا پاکستا?? اصلاحات او د ګورننس ښه والې دې۔ د ورځپاڼې ترمخه د پاكستان په ډول مسئلو او كرپشن سره مخ هېواد كښې يو كرشماتي مشرتابه د اولس په هيلو پ??ره ختلې شي او ??مر??ن له به په دې لړ كښې په بېلو اړخونو كار كول وي۔ امريكائي ورځپاڼې زياته كړه د كركټ يو پخواني لوبغاړي نزدې 25 كاله وړاندې په برصغير حكومت كوؤنكي د برطانيې په ډول يو مضبوط حكومت ته ماتې وركولو سره پاكستان لپاره ورلډ كپ ګټلې وو او د روانې اونۍ په ټولټاكنو كښې د ده په مشرۍ كښې پاكستان تحريك انصاف يو فعاله بري?? ترلاسه كړی۔ ورځپاڼې دا هم وئيلي چې پاكستان بېلو مسئلو سره مخ دے او د هېواد پخوانې وزيراعظم نواز شريف دوه اونۍ وړاندې د بدعنوانۍ په جرم كښې زندان ته تلې۔ د هېواد قرضه مخ په زياتېدو ده۔ بلخوا پاكستان د روزګار ٬ برېښنا او ترهګرۍ مسئلو سره مخ دے۔ امريكا سره د پاكستان اړيكې ښې نه دي او هېواد كښې سياست غېر مستحكم دے۔ ??مر??ن خان ټولټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو څخه وروستو خپل اولني خطاب كښې د بنيادي نوعيت مسئلې په ګوته كړي۔ د خارجه چارو په اړه امريكائي ورځپاڼې وئيلي چې ??مر??ن امريكا سره دوه اړخيزه اړيكې ښه كول غواړي۔ په تېر وختونو كښې ??مر??ن خان سيمه كښې په امريكائي پالېسيو سخت ټكونه كړي۔ ??مر??ن خان د كشمير په شمول د نورو پوله والو شخړو هوارولو كښې هم خوښي ښكاره كړې۔ دغسې پاكستان ته قرضه وركوؤنكې يو لوئے هېواد چين سره هم خپلې اړيكې لا ښه كول غواړي۔ نیو یارک ورځپاڼې دا هم وئيلي چې ټرمپ انتظاميه ٬ هند او چين لپاره به مناسب وي چې ??مر??ن لپاره اسانۍ پېدا كړي دغه چې منطقه كښې د امن٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ لارې هوارې شي