لاهور 14 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي و??ير خواجه سعيد رفيق وئيلي دي چې بايد د ټولو ادارو عزت وكړے شي خو زمونږ هم عزت دے٬ د عدليې بحالې لپاره مو بند تېر كړې٬ جمهوري سياسي كاركن يم٬ هيله لرم چې د يو بل احترام به وكړې شي٬ رېلوے 50 ا??به روپې ګټي٬ 35 ا??به خساره به وي۔ په مسافرو كښې د يو كروړ 40 لكه اضافه شوې۔ سترې محكمې د رېلوے د مكمل آډټ كولو حكم كړے۔ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي و??ير ووئيل چې عدالت ته په نېك نيت راغلي يو٬ په رېلوے خبرې كولو لپاره راغلي يو او په دې خبره كول غواړو۔ ده ووئيل چې كله رېلوے راكړې شوه نو 18 ا??به روپې ئې ګټلې او د 30 نيم ا??به روپو خساره وه٬ نن رېلوے 50 ا??به روپې ګټي او خساره به 35 ا??به روپې وي۔ ده ووئيل چې څنګه څوك سوچ كولې شي چې په رېلوے كښې بهتري نه ده راغلې۔